Afghanistan
This article was added by the user . TheWorldNews is not responsible for the content of the platform.

د پې ټې اېم اروپا کنفرانس


په اروپا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ټاکنو کمیسیون لخوا د اروپا په مختلفو هیوادونو کې د رڼو ټاکنو وروسته پې ټې اېم په اروپا کي د لا منظم کیدلو لپاره د سپټمبر په لومړي او دویمه نېټه د جرمني په کولن ښار کې دوه ورځنی کنفرانس کوي.
په دې کنفرانس کې د پې ټې اېم اروپا د تنظېمې جوړښت تر څنګ د اروپا لپاره کوارډنېټر هم ټاکل کیږي او په لر او بر افغان وطن کې پر روان سیاسي وضعیت بحث کیږي.
د کنفرانس په لومړۍ ورځ به د پې ټې اېم اروپا د مسوولینو داخلي تنظیمي جلسه وي.
د کنفرانس په دوهمه ورځ د منتخب کوارډنېټر د لؤړي مراسم پر ځای کیږي او د ټاکنو کمیسیون د یو کلن خدمت یادونه او ستاینه په پام کې نیول شوي ده.
دې مهم کنفرانس ته اروپا مېشتي افغانان، ملي اکاډیمیک شخصیتونه او د نظر خاوندان رادعوت شوي دي او له محکومي پښتونخوا سره تړاو لرونکي بشري فعالان او د محکومو اقوامو استازي هم برخه اخلي.

په درنښت 
په اروپا کې د پې ټې اېم د ټاکنو کمیسیون

انتقاد

 
ټولنيز ژوند کامل او بې عيبه نه دئ . حتمې اشتباه وې ، غلطيانې او تېروتنې په کې صورت نيسي.غلطي د انسان او انساني ژوند سره لکه سيوری ملګرې او مل وي. خو سيوری په هغه ځای کې لیدل کيدئ شي چې رڼا وجود ولري. 
په تياره کې نه جسم او نه يې سيوری ليدل کيږي، بينا او نابينا يا خلاصې او پټې سترګې دواړه يو شان بې تاثيره وي . 
په انساني او ټولنيز ژوند‌کې علم ،معرفت او پوهه رڼا ده ، چې په دې رڼا کې انسان د منزل مقصود( مادي ، معنوي او يا دواړه) په لور سفر کوي.کومه ټولنه چې د علم او معر...