Afghanistan
This article was added by the user . TheWorldNews is not responsible for the content of the platform.

د باران د اوبو راټولول

لمړی برخه
د باران د اوبو راټولول:
وچکالي یوه طبیعي پدیده او نړیواله معضله ده چي مخنیوی يي د انسان د وس کار نه دی، خو دا د حکومتونو دنده جوړیږي چې وچکالي په داسي ډول مدیریت یا کنټرول کړي چي د زیانونو کچه يي حد اقل ته ورسیږي او د خلکو په ژوندانه يې منفي اغېزې ډیرې لږ وي.مخکي له دې چې په افغانستان کي د وچکالي په وجه رامنځته شوی بحران لا پیچلي او اعظمی حد ته ورسیږي او د خلکو جمعي مهاجرتونه، چې لا له مخکي نه پیل شوي، له کنتروله ووځي لازمه ده چي په خپله لاس په کار شو دا که د حکومت په کچه وي یا د ولس (ټولیزه) یا د مختصص او مسلکي کسانو او یا د عامو خلکو فردي هڅي وي باید ګړندي شي او یو ولسي سرتاسري مبارزه پیل شي.د و چکالۍ د زیانونو د کچي د کمولو یوخ ښه ساده طریقه د باراني اوبو د رآټولولو یا جمع کولو طریقه ده. د باران د اوبو راټولول په ډیر ساده او ابتدايي وسایلو هم کیدلي شي او دا کار په اشر یا ګروپي شکل هم تر سره کېدای شي.کله چي د موسمي اورښتونو کچه لږ او اوقات يي نامنظم او ګډوډ وي د باران د اوبو راټولول یوه اړینه او ارزښتناکه موضوع ده ځکه دا د وچکالۍ د زیانونو د کچي په کمولو کي ډیر مهم رول لوبوي. د باران د اوبو راټولول او کارول شاوخوا څلور زره کاله پخوانۍ تاریخ لري. د دښتو پخوانیو اوسېدونکو د باران اوبه د غرونو د سطحې په برابرولو سره راټولولې او د کرنې لپاره یې بل ځای ته لېږدولې.په ټولیز ډول، د باران د اوبو راټولول په ځانګړې توګه د هغو سیمو او شرایطو لپاره مناسب دي چې د اوبو نورو سرچینو ته لاسرسی نه وي او یا د لاندې دلایلو له امله اقتصادي نه وي.
د اوبو د نورو سرچینو نشتوالی.
په هغه ځای کې د اوبو نشتوالی.
د اوبو د نورو سرچینو لرې والی.
اوبو په نورو سرچینو تر حده زیات لګښت راتلل.
د اوبو د منابعو مالګینتوب، په کوم سیمو کي چي د اوبو د مالګینتوب کچه دومره زیات وي چې د څارویو او انسانانو له خوا يې د مصرف ممکن نه وي، او د ځمکي د خړوبولو سره حتی د ځانګړو تخنیکونو په کارولو سره، د خاورې د لا زیات مالګین کیدو لامل شي.
د باران د اوبو د راټولولو په برخه کي لازمه ده چي تر هر څه دمخه د ساحې ځانګړتیاوې په پام کي ونیول شي، د ساحي د ځانکړتیاو په برخه کي لاندي ټکو ته توجه وشي.
1. د سیمې اقلیمي ځانګړتیاوې لکه باد، د لمر وړانګې، د هوا د تودوخې درجه، کلنی اورښت، د باران د وریدو ټاکلي وختونه (موسمي ورښتونه)، او داسې نور.
2. سیمه کي د خاورې نوعیت، په ځانګړې توګه خاوره کي د اوبو د نفوذ وړتیا، د هغې په سطحه د اوبو جریان، او د خاورې د تخریب ظرفیت.
3. د ساحې توپوګرافي، په دې حالت کې، په ځانګړې توګه د ساحي میلان او د اوبو د جریان جهت یا لوری په پام کي نیول کیږي.
4. د سیمې نباتي پوښښ، د باران اوبه د وچې ځمکې په سطحه په ډیره چټکۍ سره تیریږي یا د وچې ځمکې څخه په ډیر سرعت سره تیریږي. تر دي چي د 50 مربع کیلومتره مساحت سره په حوزه کې 10 ملی متره باران کولی شي د سیلاب لامل شي په همدي سبب د سیمي د نباتي پوښښ د ساحي پراختیا یوه مهمه موضوع ده چي باید په پام کي ونیول شي.
د باران د اوبو د راټولولو سیسټمونه په 3 عمده ډولونو ویشل شوي:
1. د زراعتي محصولاتو د تولید لپاره د ځمکي د نم او رطوبت ساتنه، د اوبو او خاورې محافظت.
2. د سطحي اوبو د جریان متمرکز کول، د کورنی اهلي او وحشي حیواناتو د څښاک او کر کیلي لپاره.
3. د کورونو د بامونو او د سطحي اوبو راټولول او ذیرمه کول د کورنۍ مصرف او کرنې لپاره.
نور بیا

غوره ژبه

هــره ژبه نه وي جنـتي یا دوږخي غـوره ژبه هغه چي ذکرد مـولا بیانه وي ژبه عـربي ګـوره ځــکه غـوره ده په دې کي آیاتــونه پـررســول راغــلي دي په هره ژبه چي تصدیق کوې درب دغه ژبه اوچته، دا په حدیث کي دي راغلي کـفـریا اســلام که په هـره ژبه وي غـوره ژبه داسلام ځکه دالله تـصدیق کـوي دي پـه د ې نـړۍ کي ژبـي ډېـري ښه ژبه هغه چي په اقرارسره ایمان ولري...

لومړۍ دندې پیدا کولو درې مهارتونه

دا ستونزه شاید نړیواله وي چې تر کاري فرصتونو نوي فارغان زیات وي. په ځانګړي ډول د دریېمې نړۍ هیوادونه چې اداري فساد، فقر، ناسمه رهبري او نورو یې ژوند ځپلی دی. دلته نو له یوې خوا د کورنۍ هیلې همدغه ځوان ته وي چې له فراغت وروسته به ښه دنده واخلي او د کورنۍ اقتصاد به ورسره وغوړيږي خو له بلې خوا دغه تازه فارغ د دندې پیدا کولو کې پاتې راځي چې د کورنۍ هیلې هم ورسره مړاوې شي. په داسې حالت کې چې دندې او کاري فرصتونه کم وي، سخته ده چې په دومره سخت رقابت کې یو څوک ځان بریالی او د نورو له منځه دندې ت...